د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د رنګمالۍ او کانګريټ اچونې پروژې د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۶
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت، تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد زبير غالب  وویل: دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، نو د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د مرکز د جوړېدو چارې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS