تېر کال د ملالۍ په تخصصي او ثالثي روغتون کې (۲۵۳۷) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۵۰
MOPH

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۰۸۸) ستر عملیاتونه او (۱۴۴۹) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۳۹۸۷۹) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۱۴۸۰۱) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.