تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ
د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت کړي. کانګو یوه خطرناکه او وژونکې ویروسي ناروغي ده، چې له حیوان څخه انسان ته او همدارنګه، له انسان څخه انسان ته انتقالېږي.
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین له مالدارانو، قصابانو او هغو روغتیايي کارکوونکو څخه چې د دې ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري، غواړي چې د روغتیايي سپارښتنو په مراعتولو سره خپل ځان او ټولنه د دې ناروغۍ له خطرونو څخه خوندي وساتي.
