د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي برخو مسؤلینو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۳۴
MOPH

دغه پروګرام چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ جوړ شوی، په کې د خوراکي توکو فابریکو د تولیدي څانګو مسؤلینو او استازو ګډون کړی او د خوړو خوندیتوب، د تولید غوره کړنلارو (GMP)، د حفظ‌الصحې غوره کړنلارو (GHP)، کیفیت کنټرول، د خطر مدیریت او خوراکي توکو د تولید معیاري سیستمونو د پلي کولو برخو کې به اړینې زده کړې ترلاسه کړي.

د پروګرام مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د فابریکو د مسؤلینو تخنیکي ظرفیت لوړول، د کیفیت کنټرول سیسټمونو پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب معیارونو رعایت، د هېواد د وګړو لپاره د سالمو، خوندي او معیاري خوراکي توکو په برابرولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د سترګو روغتيا او د ړوند والي کچې کمښت او مخنیوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سیر پاڅون د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

په هېواد کې د سترګو د ړوند والي له علتونو څخه ۶۰ سلنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

BACK TO NEWS