د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې له جینوا څخه د روغتیا نړیوال سازمان راغلي پلاوي سره مجلس ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د تېرو مجالسو په تعقیب چې د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤولینو سره شوي وو په مرکز کابل کې د پولیو د تشخیص لابراتوار د ټولو برخو ښه مجهز کېدنې، د کارکوونکو د لا ظرفیت لوړونې او د لا ښه منظم فعالیت اړوند خبرې تر سره کړې.

ښاغلي وزیر د پولیو او نورو ساري ناروغیو سره مبارزه د عامې روغتیا وزارت له لمړیتوبونو څخه وګڼله او په وینا یې چې هڅه یې د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره د پولیو ناروغۍ له منځه وړل دي چې په دې برخه کې د پولیو لابراتوار ښه مجهز کیدل د دې ناروغۍ د ژر او ښه تشخیص لپاره خورا اړین دی.

له جینوا څخه راغلي پلاوي چې د ختیځې مدیترانې حوزې مسؤولینو هم شتون درلود د پولیو لابراتوار اړوند خپل نظریات شریک کړل او په وینا یې چې په دې برخه کې به خپل لازم اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

کونړ ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلتنې مسؤلینو د دې ولایت په بيلا بيلو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او. . .

BACK TO NEWS