د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سیمه‌ییز روغتون څخه ليدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۰
moph

د دې لیدنې موخه په ياد روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو څارنه او ارزونه وه، چې  په ترڅ کې ښاغلي مرستيال د روغتون بېلا بېلې برخې له نږدې وليدې او روغتیايي کارکوونکو ته يې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي مرستيال همداراز، د ننګرهار د عامې روغتيا له رئيس مولوي امين الله شريف، د سيمه ييزو روغتون له مسؤلينو او د يونيسيف ادارې له استازو سره ناسته تر سره او اړوندو مؤسسو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او د ناروغانو ستونزو ته رسېدنې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه، نوموړي د عامې روغتیا ریاست، يونيسيف او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ، تر څو د روغتونونو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي او روغتیايي خدمتونه په شفاف او اغېزمن ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS