په هېواد کې د «اف ام ای سي» روغتون له تجربو په ګټې اخیستنې د بشري سرچینو په پیاوړتیا او د اکمال تخصص پروګرام اصلاحاتو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبري ټینګار
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن په کابل کې د آغا خان بنسټ له سفیرې مېرمن هرجي سره په کتنه کې د بشري سرچینو په پیاوړتیا او د اکمال تخصص پروګرام کې د اصلاحاتو په اړه د «اف ام ای سي» بامیان، بدخشان ولایتي او د هېواد ځینو نورو روغتونونو له تجربو څخه په ګټه اخیستنه ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا سرپرست، له مېرمن هرجي سره په دې لیدنه کې د «اف ام ای سي» روغتون، د بامیان او بدخشان ولایتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړي کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
ډاکټر مجروح، د آغاخان بنسټ له سفیرې وغوښتل چې د «اف ام ای سي» روغتون له تجربو څخه په ګټه اخیستلو د هېواد دننه او بهر د اکمال تخصص پروګرام برخه کې د اصلاحاتو راستلو په پار دې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، اغلې هرجي په یادو روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړي کولو ترڅنګ د روغتیایي کار کونکو د روزنې په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.