د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
Tue, Dec 20 2022 4:18 PM
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه او د روغتیا په برخه کې یې د دوی پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.

د سره صليب استازي له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو له دوام څخه خبر ورکړ او وې ويل، دغه اداره په پام کې لري چې د ١٢٥٠٠ کارکوونکو، د ٢٦ روغتونونو او د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ معاشونه ورکړي. همدارنګه، یاد بنسټ په پام کې لري چې  د تجهیزاتو په چمتو کولو کې د عدلي طب سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي عباد د دغه بنسټ له همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د سره صلیب د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS