د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه
![د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه](/sites/default/files/2022-12/989989_1.jpg)
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه او د روغتیا په برخه کې یې د دوی پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.
د سره صليب استازي له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو له دوام څخه خبر ورکړ او وې ويل، دغه اداره په پام کې لري چې د ١٢٥٠٠ کارکوونکو، د ٢٦ روغتونونو او د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ معاشونه ورکړي. همدارنګه، یاد بنسټ په پام کې لري چې د تجهیزاتو په چمتو کولو کې د عدلي طب سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي عباد د دغه بنسټ له همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د سره صلیب د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.