د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۶:۱۸
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له استازي سره لیدنه ترسره کړه او د روغتیا په برخه کې یې د دوی پر ګډو همکاریو خبرې وکړې.

د سره صليب استازي له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو له دوام څخه خبر ورکړ او وې ويل، دغه اداره په پام کې لري چې د ١٢٥٠٠ کارکوونکو، د ٢٦ روغتونونو او د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ معاشونه ورکړي. همدارنګه، یاد بنسټ په پام کې لري چې  د تجهیزاتو په چمتو کولو کې د عدلي طب سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي عباد د دغه بنسټ له همکارۍ څخه مننه وکړه او د روغتیا په برخه کې یې د سره صلیب د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په جوزجان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه او روغتیايي مرکز پرانیستل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د درملنې څانګه او د اندخوي ولسوالۍ د لویې لارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS