د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یونسیف ادارې له استازي ښاغلي فرانک او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له استازو سره په خپل کاری دفتر کې لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د روغتيايي خدماتو پر ښه والي او د عامې روغتیا وزارت، یونسیف ادارې او د روغتيايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو ترمنځ پر لا همغږۍ خبرې وکړې.
د یونسیف ادارې او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو استازو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او وعده یې وکړه چې په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونکړي.