د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د بې پولې ډاکټرانو له استازو سره د عامې روغتیا نوماند وزیر لیدنه

Panah_moph
Wed, Sep 16 2020 4:19 PM
د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د بې پولې ډاکټرانو له استازو سره د عامې روغتیا نوماند وزیر لیدنه

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په جنوب زون کې د بې پولې ډاکټرانو له روغتیایي مسؤل ښاغلي Webbing Xu سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دغه غونډه کې، ډاکټر عثماني او ښاغلي Webbing Xu په کندهار ولایت کې د نري رنځ څخه مخنیوي ناروغانو درملنې لپاره د 24 بستریز روغتون د جوړېدو په اړه خبرې وکړې، او پرېکړه وشوه چې د 2021 کال جنوري میاشتې پورې یاد روغتون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو د هلمند ولایتي روغتون د تشکیل په اړه هم خبرې وکړې، چې له ۱۵۰ بسترونو څخه ۳۰۰ بسترونو پورې لوړ شوی دی.

له بلې خوا، د عامې روغتیا نوماند وزیر په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د کار له امله مننه او قدرداني وکړه او له دغه سازمان سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې د بې پولې ډاکټرانو دوهمه او لویه پروژه د افغانستان په هلمند ولایت کې ده او په پام کې ده چې تر ارزونو وروسته دا اداره د نري رنځ ناروغانو د درملنې لپاره په زابل ولایت کې یو روغتون کړي.

Latest news

Wed, Nov 27 2024 9:21 AM
Background image

Comprehensive Inspections in Zabul, Paktika and Jawzjan Province

In Zabul, Paktika, and Jawzjan provinces, comprehensive inspections carried out by the Departments of Food and Medicine led to the identification and confiscation of 97 expired and. . .

Mon, Nov 25 2024 12:22 PM
Background image

Public Health Directorate of Paktia Trains 16 Health Officials on DHIS2 System in Collaboration with Global Fund

In collaboration with the Global Fund, the Public Health Directorate of Paktia delivered a three-day training on the effective use of the DHIS2 national application to 16 health. . .

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

BACK TO NEWS