د فارمسستانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د عامې روغتیا وزارت د فارمسستانو نړیواله ورځ "په نړیواله روغتیا کې بدلون" تر شعار لاندې په هیواد کې د فارمسستانو د ښو کړنو ستایلو په پار ولمانځله.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د دغې ورځ په پار د هېواد ټولو فار مسستانو ته مبارکي وویله او د دوی د کارونو ستاینه یې وکړه.
ډاکټر عثماني د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د فارمسستانو رول ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې د فارمسستانو ظرفیت لوړولو لپاره، موږ هڅه کوو چې دې برخه کې د تخصصي برنامې لپاره زمینه برابره کړو.
د عامې روغتیا نوماند وزیر زیاته کړه چې د دې برخې د اهمیت او د درملو جوړونکو/ فارمسستانو د خدمتونو له امله به د درمل جوړولو/ فارمسستانو نړیواله ورځ د روغتیا سکتور تقویم کې شامل شي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ټینګار وکړ چې د درملو کموالی او د درملو بیه کې د توازن نشتوالی په درملتونونو کې له مهمو ننګونو څخه دي چې د دې ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
هغه وویل: " هر کال کې شاوخوا ۴۰۰ ملیونه تر ۵۰۰ ملیونه ډالر له هېواد نه بهر درملو پېرودلو باندې مصرفېږي، چې دا د هېواد اقتصاد ته خپله لوی اقتصادي زیان دی، موږ هڅه کوو چې په کور دننه د درملو د تولید زمینه برابره کړو، تر څو له هېواد نه بهر د درملو واردولو کې د زیاتو لګښتونو څخه مخنیوئ وشي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال/استازی ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د فارمسي نړیوالې ورځې په پار د هېواد ټولو فار مسستانو ته مبارکي وویله او ویې ویل چې د فارمسي څانګه له نورو طبي څانګو سره زنځیري اړیکې لري او د فارمسي برخې باید ملاتړ وشي.
همدارنګه د افغانستان د درمل جوړونکو/فارمسستانو ملي اتحادیې رئیس ډاکټر محمد ژکفر د فارمسي څانګه د روغتیا او ناروغیو د مدیریت په برخه کې یو له خورا مهمو دندو څخه وبلله او د عامې روغتیا وزارت پر رهبرۍ یې غږ وکړ چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د فارمسستانو ظرفیت جوړونې په برخه کې دې ملاتړ وکړي.