د عامې روغتیا وزارت سرپرست د نیمرزو ولایت له والي سره وکتل
دوشنبه، غبرګولی ۳/۱۴۰۰
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د نیمروز ولایت له والي ښاغلي زمریالي احدي سره په خپل دفتر کې وکتل.
ښاغلي احدي د نیمروز ولایت روغتیایي ننګونې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د درملو په رسولو، د روغتیايي کارکونکو زیاتوالي، د ولایتي روغتون ودانۍ د کار بشپړولو او نورو برخو کې د دغه وزارت د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت روغتیایي ننګونې واورېدلې او په دغه ولایت کې د شته ستونزو د حل لپاره یې د همکاري ژمنه وکړه.