د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
د ترینری آزمویني نوم لیکنه:
په نظر کې ده چې د اکمال تخصص برنامو ته د مختلفو رشتو د ترینرانو د جذبولو آزموینه واخیستل شي. هغه محترم نوماندان چې د شرایطو وړ دي د لارښود سره سم د لاندینی لینک څخه په ګټه اخیستلو سره په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.
یادونه: د آزمویني بریالي شوي نوماندان د لوړو نمرو په پام کې نیولو د دوي په خوښي سره د روغتونونو تش بستونو ته ورپیژندل کېږی.
محترم نوماندان کولای شي چې د خالي بستونو جدول او د آزموینی هغه ریفرنس چې پخوا په ۱۵/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د عامې روغتیا وزارت په سایت کې خپور شوي وو هم وګورئ.
د نوم لیکني لارښود:
- د عامې روغتیا وزارت له سایت څخه د (https://forms.gle/6jmF8h2zxs81eM7R7) لینک څخه په ګټه اخیستلو سره د نوم لیکني سیستم ته ننوزي.
- د ټولو اړینو برخو بشپړول ضروري دي.
- د پاسپورت سایز ۴*۳ عکس چې زمینه يې سپینه وي او ستاسو د اوسني څیري ښکارندوی وي.
- د ټولو سندونو واضحه او روښانه سکن.
- د خپلی تخصصی رشتي سره سم انتخاب وکړئ.
د ترینری آزموینه کې د ګډون شرایط:
- د تخصص له برنامي څخه د فراغت سند درلودل
- د ۴۵ کلنۍ عمر نه بشپړول
- د تخصص د دوری او د مونوګراف دفاع د نمرو لږترلږه د ۸۵٪ لرل.
- په لومړی چانس کې د تخصص د دورې د آزموینو او مونوګراف (علمی-څېړنیزې رسالې) په بریالیتوب سره تېرول.
نوټ: د ستونزو د حل لپاره د (7078820963) واتساپ شمیری سره اړیکه ونیسئ.