د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کِشم ولسوالۍ روغتون د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه
![MOPH](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-18_at_14.45.07_7ab3fa01.jpg)
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون د خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د لیدنې سربېره د یوې غونډې په ترڅ کې د دې روغتون روغتیايي پرسونل ته د غوره او ښه خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې او درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
له بل لوري د یاد روغتون پرسونل د عامې روغتیا وزیر سفر بدخشان ولایت ته د روغتیايي حالت د ارزونې او ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه د نږدې لیدنې په موخه یو اړین ګام یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته د رسېدو او درملنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.