په جوزجان ولایت کې خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د جوزجان عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایي خدماتو تطبیق څخه د څار کمیټې په دغه ولایت کې پنځه بابه د ډاکټرانو د خصوصي کتنځایونو او یو باب لاربراتوار څخه څارنه ترسره کړې.
د یادې څارنې پرمهال نیمګړتیاوې په نښه او ورته سپارښتنه شوې چې روغتیایي خدمات معیاري او هم له ناروغانو فیس د عامې روغتیا وزارت د لایحې مطابق واخیستل شي.
د څارنې ټیم دغه راز یادونه کړې چې د یادو سپارښتونو نه طبیق په صورت کې به قانوني چلند سره مخ شي.