د غضنفر طبي ژورنال اتمې ګڼې لپاره د مقالې د منلو اعلان !

rasooli_admin
MOPH

معرفی ژورنال طبی:

د غضنفر طبي ژورنال پېژندنه:

د غضنفر طبي ژورنال (Ghazanfar Medical Journal) په ۲۰۱۶ میلادي کال د روغتیا د برخې متخصصینو له‌ لوري د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د کلینیکي مطالعاتو او عامې روغتیا د تحقیقاتو (څېړنو) ریاست تر چتر لاندې په ملي کچه پيل شو.

دغه ژورنال د ۲۰۱۶میلادي کال څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د روغتیا په برخه کې ګڼ شمېر علمي او څېړنیزې مقالې خپرې کړي دي او توانېدلی چې د څېړونکو ترمنځ یو اعتبار لرونکی ځای خپل کړي.

د غضنفر طبي ژورنال موخه ده، چې داسې علمي- څېړنیزې مقالې خپرې کړي، چې د څېړنو د کچې لوړولو، علمي او ښوونیزو څېړنو دودولو، د څېړونکو او علمي- څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د نویو علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو د کارولو له لارې د روغتیا برخې د غړو علمي کچه لوړه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د کلینیکي مطالعاتو او عامې روغتیا د تحقیقاتو (څېړنو) ریاست د غضنفر طبي ژورنال اوومه ګڼه خپروي، چې په کې به د روغتیا له بېلابېلو موضوعاتو سره تړلي مطالب ځای پر ځای شوي وي.

له همدې امله له ټولو اړوندو ادارو، د عامې روغتیا وزارت اړوندو برخو، په روغتیايي سکټور کې له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه چې په افغانستان کې یې څېړنیزې مطالعې یا سروې ګانې ترسره کړې وي او غواړي چې خپرې یې کړي؛ هیله کېږي چې خپل علمي او څېړنیز مطالب د یاد ژورنال د خپرېدو لپاره لاندې برېښنالیک ته راولېږي: 📧 gmj@moph.gov.af

د مقالې د منل کېدو شرایط:

  • د مقالې منځپانګه باید د ژورنال له اهدافو سره اړخ ولري.
  • مقاله باید علمي او څېړنیزه بڼه ولري.
  • مقاله باید له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کلمو پورې وي.
  • مقاله باید مخکې په هېڅ داخلي یا خارجي خپرونه کې نه وي خپره شوې او هم‌ مهاله نورو مجلو ته نه وي لېږل شوې.
  • مقاله باید په انګلیسي (د امریکایي سټایل مطابق) یا په ملي ژبو (پښتو/دري) لیکل شوې وي.
  • مقاله باید د باوري مآخذونو لرونکې وي.
  • د مقالې موضوع باید روغتیايي ستونزو ته په پاملرنه د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو سره سمه د روغتیايي کارکوونکو د پوهاوي لوړولو لپاره اغېزمنه وي.

 

 

Latest announcements

Thu, Jun 19 2025 1:17 PM
Background image

Call for Papers – Ghaznfar Medical Journal, Issue No. 8

About Ghazanfar Medical Journal

Established in 2016, the Ghazanfar Medical Journal is a peer-reviewed national publication founded by healthcare professionals under the Directorate of . . .

Wed, May 22 2024 9:18 AM
Background image

Notice of Mobile Health Camps for Eye Care by the Ministry of Public Health

The Ministry of Public Health is pleased to announce the launch of a project aimed at establishing and equipping mobile health camps to provide essential eye care services in remote and . . .

Mon, Apr 29 2024 11:01 AM
Background image

The national campaign for polio

The national campaign for polio immunization was initiated today throughout the country

Back to announcements