اختر له روغتیایي کارکوونکو سره!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نېکمرغه لوی اختر په لمړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره او هم یې د یاد روغتون له روغتیایي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل، ښاغلي وزیر په دې لیدنه کې د بستر ناروغانو څخه له نږدې عیادت تر سره او له ناروغانو سره مالي مرسته تر سره کړه.

 په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې،روغتیایي کارکوونکو ته یې د ولس لپاره د اختر په ورځو کې د غوره روغتیایي خدماتو سپارښتنې وکړې او د دوۍ له هڅو یې په مادي او معنوي لحاظ قدردانی وکړه، د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په ځانګړي هدایت د هیواد په ټولو ولایتونو او مرکز کې د اختر پر مهال د روغتیایي مراکزو فعال ساتلو هدایت شوی تر څو د اختر په ورځو کې هیوادوال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

BACK TO NEWS