د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او د سرطان ناروغانو د درملنې په موخه د ایران هېواد د روغتونونو له استازو سره ناسته تر سره شوه
دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو او د ایران هېواد د روغتونونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سرطان ناروغانو د درملنې بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د افغان ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د ویزو ترلاسه کولو، د ناروغانو پايوازانو ته د استوګنځايونو برابرولو او یو شمېر نور مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ایراني استازو د خبرو له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه، چې د یاد بهیر د تنظیم په موخه دې یوه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه او د کړنلارې او هوکړه لیک د چمتو کولو لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي؛ څو دغه کمېټه پر یادو موضوعاتو کار وکړي او راتلونکي اقدامات د چمتو شوې کړنلارې او هوکړه لیک له مخې ترسره شي.
