تېر کال د بادغیس په ولایتي روغتون کې (۳۸۶۹) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۹۱۰) ستر عملیاتونه او (۲۹۵۹) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۹۹۲۵) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۹۰۳۶۴) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي.