تېر کال د غزني په ولایتي روغتون کې (۵۹۱۲) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۶۷۷) ستر عملیاتونه او (۳۲۳۵) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۸۳۸۳) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۲۵۲۳۷) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.