دایکندي ولایت کې امیرالمؤمنین روغتون ته د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د فیزیوتراپي او ارتوپیدي اړوند ۵۳ قلمه توکي ورکړل شوه
دا مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د دایکندي ولایت امیرالمؤمنین روغتون سره شوې ده، چې ویلچرونه او د فیزیوتراپي او ارتوپیدي اړوند وسایل په کې شامل دي.
د دې مرستې موخه د بیارغونې روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د ناروغانو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه ده.
