د «روغتونونو مدیریت» تر سرليک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو ۲۱ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره «د روغتونونو مديريت» تر سر ليک لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.
دغه روزنیز پروګرام د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د روغتون اغېزمن مدیریت، د اداري چارو لا ښه تنظیم، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او د خدمتونو وړاندې کولو بهیر ښه والي په برخو کې زده کړې ورکړل شوې.
د دغه پروګرام موخه د روغتیايي کارکوونکو د مدیریتي ظرفیت لوړول او په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او اغېزمنتیا ښه کول وو.
