د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۵۰
moph

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي نن د شنبې ورځ چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې له ۳ مې نېټې سره برابره ده،  په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د وروستۍ پېښې ټپیانو څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې لومړی د ریاست الوزراء ښاغلي اداري مرستیال د ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د معزز ملت د عباداتو د قبلېدو دعا وکړه او د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو مبارکي یې د روغتون مسئولینو، ډاکترانو، روغتیايي کارکوونکو او همدارنګه ناروغانو ته وړاندې کړه.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان پوځي رژیم له لوري د معتادینو پر روغتون د وروستۍ پېښې ټپیانو د عیادت او پوښتنې تر څنګ د روغتون له مسئولینو، ډاکترانو او نورو بستر ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره به هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د ټولو ناروغانو او ټپیانو د ژر روغتیا لپاره دعا وکړه او د روغتیايي کارکوونکو لپاره یې د الله تعالی له دربار څخه د لا زیاتې بریا او توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د نوې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د عامې روغتیا رئیس قاري سید ذبیح الله حسيني، د درزاب ولسوال، علماوو او د ولایت قومي مخورو ګډون کړی و.

د جوزجان عامې. . .

BACK TO NEWS