د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شلمه ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۸:۴۸
MOPH

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، ترکیې هېواد ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، همدارنګه هندوستان او عربي اماراتو ته د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل تخنيکي پلاوي د سفر د موخو او لاسته راوړنو په اړه، چې د يو پريزنټېشن په ترڅ کې تشريح شول، بحث او خبرې تر سره شوې.

سربېره پردې، د بهرنيو ډاکټرانو د اسنادونو او جوازونو ارزونې په موخه د طبي شورا د لوی رئیس ښاغلي ډاکټر فقير محمد زيار کاري راپور وړاندې کول، په ۱۴۰۴ هجري لمريز کال کې د ګمارل شويو کارکوونکو، اجراء شويو احتياطي کوډونو او خالي بستونو په اړه د کارکوونکو چارو لوی رئيس عرفان الله کريمي د راپور ورکول، مسؤليتونو ته لا زياته پاملرنه، دندو ته پر ټاکلي وخت حاضرېدل او لا زياته همغږي د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وو، چې په اړه یې خبرې وشوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د پورته ذکر شویو موضوعاتو په عملي اجرااتو ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه، چې ټولې چارې دې په بشپړ شفافيت تر سره او پر ټاکلي وخت او سمه توګه دې ورته رسېدنه وشي.

دغه راز، په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او ژمنه يې وکړه، چې د شويو پرېکړو په برخه کې به لازم اقدامات تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د خوړو او درملو معينيت د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاست د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق په مشرۍ د دې ریاست د آمرينو، مشاورينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د سپارل شویو چارو د پرمختګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

BACK TO NEWS