د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ په مناسبت د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۴
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالې وزارت اداري مرستیال ښاغلي مولوي دوست محمد مخلص، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیا نړیوال سازامان، یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام (WFP) استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اسلام مبارک دین له نظره د مور د شیدو او بچي ته یې د ورکړې پر ارزښت هر اړخیزه وینا ترسره او ماشومانو ته یې د مور د شیدو په ورکولو ټینګار وکړ.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د مور شیدې د ماشوم لپاره لومړنۍ غذا، واکسین او درمل وګڼل او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي په موخه دوامداره هڅې کوي؛ تر څو په دغه برخه کې هېوادوالو ته اړین معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د مرکزي او ولایتي روغتونونو ٣٠ تنه ډاکټرانو او نرسانو ته د ناروغیو کنټرول او مخنیوی (IPC)برخه کې څلور ورځنۍ روزنیز ټریننګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د خیر خانې ١٠٢ بستریز او کندهار، هلمند، سمنګان،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۵۹
Background image

هرات او زابل ولایتونو کې د درملو یو شمېر تولیدي کار خونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۳ درملتونونه او ۲ روغتیایي کتنځایونه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وتړل شول او هرات ولایت کې ۲۶ قلمه. . .

BACK TO NEWS