د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نظارتي ټیم جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون سربېره د فیض اباد ولسوالۍ روغتیايي مرکز څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۲۲
moph

یاد نظارت چې د روغتیا وزارت رهبرۍ د پرېکړې سره سم یو ځانګړي تخنیکي ټیم له لوري ترسره شو، د ولایتي روغتون او فیض اباد ولسوالۍ روغتیايي مرکز له بېلا بېلو څانګو څخه په کې لیدنه وشوه، ستونزې یې یاداشت او روغتیايي کارکوونکو ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه په دا وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د نظارت پروسه دوام لري، چې موخه یې د روغتیايي خدماتو ستونزې په نښه کول او د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره هڅې ترسره کول دي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي تر مشرۍ لاندې د مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې په روغتونونو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د څېړنې مېتودولوژۍ اوونیز کورس لومړۍ دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د څېړنې مېتودولوژۍ اوونیز کورس لومړۍ دوره د تخصص بشپړولو پروګرام د استادانو او. . .

BACK TO NEWS