د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت په (بیړنیو حالاتو کې د خلکو رواني روغتیا) تر شعار لاندې د عامه پوهاوي غونډه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۶:۰
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوالو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: (رواني روغتیا د انسان د ژوند او عمومي روغتیا یوه مهمه او نه بېلېدونکې برخه ده او عامې روغتیا وزارت د ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ د رواني روغتیا خدماتو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي او یوازې په تېر کال کې دوه نیم میلیونه رواني ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي، چې دا د هېواد د روغتیايي سیسټم د پرمختګ نښه ده).

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم د اسلامي شریعت په رڼا کې د رواني روغتیا د ارزښت او ساتنې په اړه وینا تر سره او له ټولنې او دیني عالمانو یې وغوښتل، چې له رواني ناروغانو سره په مینه او درناوي چلند وکړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا آمر، ډاکټر وحیدالله افغان رواني روغتیا د انسان د ژوند او د ټولنې د هوساینې یوه مهمه برخه وګڼله او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکړی، مهم ګامونه یې اخیستي او خدماتو ته یې د لاسرسي زمینه برابر کړی ده. هغه همدارنګه له ټولو ادارو، علماوو کرامو او رسنیو وغوښتل، چې د عامه پوهاوي کچې په لوړولو کې له یادې ادارې سره همکاري وکړي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازي، ډاکټر دلارا منوال د رواني روغتیا په اړه هر اړخیزه وینا تر سره او رواني روغتیا یې د ټولنې او انفرادي ژوند د ښه والي لپاره حیاتي وبلله، هغه د رواني خدماتو په پراختیا، د متخصصینو په روزنه او د رواني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي کچې په لوړولو هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS