د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت د خصوصي روغتیایي سکتور او ډاکټرانو اتحادیې رئیس سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۹
moph

په دې ناسته کې چې د روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د کندوز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله حکمت او مل پلاوي شتون درلود، د خصوصي روغتیایي سکتور او ډاکټرانو اتحادیې رئیس ډاکټر عبدالستار غفور  یاد ولایت کې د  خصوصي روغتیایي سکتور اړوندو معلومات وړاندې او په یو شمېر برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي ژمنه وکړه چې  یادو غوښتنو او وړاندیزونو ته به د  حل لار پیدا کړي او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د خصوصي سکتور خدماتو د کیفیت اړوند لازمې سپارښتنې تر سره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو رئیس او اړوندو مسؤلینو په شتون کې وشوه.

په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS