د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر محمد الله حکمت سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۶:۱۲
MOPH

په دې ناسته کې چې د روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي شتون درلود،  د عامې روغتیا رئیس کندز ولایت کې د روغتیایي خدمتونو اړوند معلومات وړاندې کولو سربېره د تشکیل زیاتوالي، یو شمېر سیمو کې د نویو روغتونونو جوړېدو او  روغتیایي پراختیا غوښتنه وکړه.

په یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزیر،  ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا د رئیس غوښتنې واوریدې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ ، نوموړي همدارنګه د ولسونو لپاره د اسانتیاوو را منځته کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS