د ابن سینا عاجل روغتون ډاکترانو او متخصص ټرینرانو ته د ډیټابیس سیسټم د عملي کولو په اړه څلور ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۱۲
moph

دا څلور ورځنی ورکشاپ د اکمال تخصص لوی ریاست د ډیټابیس امریت تخنیکي ټیم له لوري د ډیټابیس سیسټم د ازمایښتي تطبیق (Pilot testing) په موخه په ابن سینا عاجل روغتون کې ترسره شو، چې په کې ټولو ټريني ډاکترانو او متخصص ټرينرانو ګډون درلود.

په دغه پروګرام کې ګډونوالو له ډیټابیس سیسټم سره تر بلدتیا وروسته خپلو نظرونه او وړاندیزونه د یاد سیسټم د لا ښه‌ والي لپاره شریک کړل او د دې سیسټم له زده کړو او د کارونې له لارو چارو څخه مستفید شول.

د اکمال تخصص لوی ریاست د ډیټابیس امریت د ترتیب شوي پلان له مخې ټاکل شوې ده، چې دغه پروګرام به په مرکز او ولایتونو کې هم په ټولو تخصصي روغتونونو کې عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څلورمه فقره

د هغو خوراکي توکو لپاره چې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو له خوا يې ثبت او يا هم مخکې له واردولو اجازه لیک اړین ګڼل شوی وي، واردتي شرکتونه مکلف دي چې هماغه خوراکي توکي په عامې روغتيا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۴
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د ابوعلي سینا دویم څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون رسما پرانیستل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د. . .

BACK TO NEWS