د اریانا طبي کمپلکس څخه د عامې روغتیا وزارت د مرستیال لیدنه؛ د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د اریانا طبي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: (عامې روغتیا وزارت د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل کړی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی، دا بهیر د دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د روزل شوي مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي).

ښاغلي مرستیال همداراز، د اعتبار ورکولو پروسې اړوند ټیم ته لارښوونه وکړه، چې دا بهیر په بشپړ شفافیت او پوره پاملرنې سره مخ ته یوسي؛ تر څو هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په لومړي پړاو کې په مرکز او وروسته به په ولایتونو کې پر ټولو خصوصي روغتونونو تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS