د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مینسک ښار له ستر بېړني روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۴۵
moph

د لیدنې پر مهال د ياد روغتون د مسؤلينو له لوري د عامې روغتيا وزير او مل پلاوي ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ناروغانو مدیریت، تشخیص او درملنې بهیر او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د معیاري سیستمونو په اړه معلومات وړاندې شول.

د عامې روغتيا وزير، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او د بېړنیو پېښو پر مهال د چټکو او مسلکي خدمتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي لپاره د پرمختللو هېوادونو له تجربو او مسلکي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې هڅې کوي او غواړي په دې برخه کې اړيکي لا پراخه او پياوړې کړي.

همداراز، د روغتون مسؤلینو هم د خپلو فعالیتونو، امکاناتو او بېړنیو ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات شریک او د روغتیايي تجربو او مسلکي معلوماتو د تبادلې لپاره یې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۴۵
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مینسک ښار له ستر بېړني روغتون څخه لیدنه وکړه

د لیدنې پر مهال د ياد روغتون د مسؤلينو له لوري د عامې روغتيا وزير او مل پلاوي ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ناروغانو مدیریت، تشخیص او درملنې بهیر او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

د سيدالشهدا عالي لېسې څه باندې ۳۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS