د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
MOPH

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي بودیجې څخه سمه او شفافه استفاده او پر دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو خپل نظارتونه لا پیاوړي کړي.

همداراز، د جنوب غرب زون ولایتي مسئولینو د یادو سپارښتنو د عملي کېدو ژمنه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له ښاغلي وزیر سره شریک کړل، چې د روغتیایي پرسونل زیاتوالی، طبي او غیرطبي وسایل پکې  شامل وو.

په پای کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مطرح شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له مسئولینو یې وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه په سمه ګټه اخیستنې سره خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS