د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له شارژدافیر، ښاغلي سادین ایلد سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۱۱
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ولادي نیمګړتیاوو د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د اسانتياوو زیاتولو، په ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو او تجهیز او د سرطان روغتون لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو برخو کې د ترکیې هېواد همکاري اړینه وبلله.

ښاغلي وزير زیاته کړه، چې د ترکیې درمل د افغانستان په روغتیايي بازار کې شتون لري او په دې برخه کې باید د وارداتو او سوداګرۍ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. هغه همداراز، د هغو ناروغانو لپاره چې لا پرمختللې درملنې ته اړتیا ولري، ترکیې ته د سفر په موخه د ویزې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول مهم وبلل.

 

بل لور، د ترکیې شارژدافیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو له مخې به د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د درملو په برخه کې یو شمېر پانګه‌ والو د افغانستان بازار ته لار موندلې او په دې برخه کې به لا ډېره پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

نږدې ۳۰ ټنه درمل چې په تېرو پنځو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل په ځمکني ګمرک کې راټول شوي وو، له منځه یوړل شول

په دغو درملو کې هغه درمل شامل وو، چې د کیفیت د نه‌تأیید یا بېرته مستردېدو له امله ساتل شوي وو او د ساتنې په موده کې یې د اعتبار نېټه هم پای ته رسېدلې وه.

دا درمل د اړوندو ادارو د. . .

BACK TO NEWS