د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د هند له شارژدافیر، يتين پټيل سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا برخه کې د هند هېواد له دومداره همکاريو څخه د مننې تر څنګ د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو لپاره د واکسین، د سرطان روغتون لپاره د اړینو پرمختللو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د اندراګاندي روغتون د تلسيميا څانګې د فعالولو په برخو کې له هند څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل لور، د هند شارژدافیر روغتیا برخه کې د دغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل: موږ به د اندراګاندي روغتون سره د دوامداره مرستې او د دغه روغتون د تلسیمیا څانګې د تجهیز، د سرطان د درملنې لپاره د کیموتراپي اړوندو درملو او راډیوتراپي ماشینونو برابرولو په برخو کې د افغانستان عامې روغتيا وزارت سره لا نوره همکاري وکړو.
نوموړي همدارنګه د روغتيايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې هیواد به يې د افغانستان د ولسونو سره د روغتیا په برخه کې لا ښې همکارۍ ولري.
