د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
MOPH

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده وبلله او ویې ویل، اوسمهال د هېواد په ۴۹۰۰ روغتیايي مراکزو او ګڼ شمېر دولتي روغتونونو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، چې تېر کال نږدې اتیا میلیونه ناروغانو دولتي روغتیايي مراکزو او روغتونونو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې ده، چې د هېواد د ریښتیني او با استعداده روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو له لوري یې درملنه شوې ده.
نوموړي همداراز وویل: ( موږ هڅه کوو، چې د هېواد ټول روغتونونه او روغتیايي مراکز په عصري طبي وسایلو سمبال او له هرې ممکنې لارې د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیتونه لوړ کړو؛ تر څو په مرسته یې په کور دننه ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.) 
د عامې روغتیا وزیر همداراز افغان ډاکټران د هېواد د روغتیایي سکتور اتلان وبلل او  د هېواد له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۰
Background image

د روغتیايي پراختیا اوپالیسۍ مرستیال د ښاغلي تاریه مګنوسن واټر دال سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا اوپالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رئیس، ښاغلي تاریه مګنوسن واټر دال سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر په قطر هیواد کې د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنې دوحه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۹:۲۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير له مل پلاوي سره قطر هيواد ته په رسمي سفر روان شو

د عامې روغتیا وزير ښاغلی ډاکټر قلندر عباد به په دې سفر کې د تخنيکي مشورتي ګروپ سره په دوحه کې د څلور ورځو لپاره مجلس ولري ، په ياد مجلس کې به د روغتيا نړيوال سازمان ، يونيسف ، د. . .

BACK TO NEWS