د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ناروې له سفیر پاول کلومان بکن سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې پر ګډې همکارۍ، په نړیواله کچه د اړیکو په پراختیا، دوامداره همغږۍ او په روغتیايي برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هر اړخیزو همکاریو بحث او خبرې ترسره شوې.