د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د FCDO ادارې د افغانستان لپاره د روغتیا د برخې مسؤول سره ليدنه تر سره کړه
په دې ليدنه کې د روغتیا په برخه کې ریفورم، د موازي روغتیایي پروژو د ادغام، مستقیم تعامل direct engagement پر اړتیا او د روغتیایي پرسونل لپاره د مسلکي روزنیزو لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په برابرولو هر اړخیز مجلس تر سره شو.