د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د درملو عمده پلورونکو د اتحادیې له مسؤولینو سره د دوۍ د غوښتنو او ستونزو د حل په موخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۹
moph

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او یو شمیر نورو مسؤولینو شتون درلود، د درملو د نرخونو پر کنټرول، د خوړو او درملو د قاچاق د مخنیوي قانون د غوره تطبیق، د احتکار څخه د مخنیوي او په بازار کې د باکیفیته او په مناسب قیمت د درملو په شتون او مدیریت خبرې تر سره شوې.

ښاغلي وزیر ولسونو ته د باکیفیته او په مناسب قیمت د درملو عرضه کول د ټولو ګډ مسؤولیت وباله او په وینا یې په دې برخه کې باید ټول ګډ مسؤولیت اداء کړي.

ښاغلي مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د درملو عمده پلورونکو د اتحادیې د غوښتنو اړوند وویل: هڅه مو دا ده چې ستاسې او ولس اړتیاوو ته رسیدنه وکړو او په وینا یې په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS