د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې له روسیې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د یاد هېواد د سفارت له استازو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سرطان او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي لپاره د مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو، تخصصي پوهې او مهارتونو د شریکولو غوښتنه وکړه.
بل لور، روسي پلاوي د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک او په يادو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
