د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۳۲
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس، ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم، د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی رئیس ډاکټر احمدسیر پاڅون، د وزارت یو شمېر نورو مرکزي رئیسانو، د همکارو نړیوالو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د شکرې ناروغۍ په مخنيوي او کنټرول کې د عامه پوهاوي د اهمیت په اړه وينا تر سره او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د ټولو ګډه همکاري اړینه وبلله. هغه د سالم خوراکي رژیم رعایت، د غیر ضروري غوړو کم استعمال او فزيکي فعالیتونو ترسره کولو ته په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت هېوادوالو ته د غیرساري ناروغیو په برخه کې معیاري لومړني، ثالثي او تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی رئیس، د شکرې ناروغۍ مخنیوی د ټولنې د ټولو وګړو ګډ مسؤلیت وباله او روغتیا یې د ټولنې بنسټیزه اړتیا وبلله. نوموړي د خوږو مشروباتو او زیات بوره لرونکو خوړو له مصرف څخه پر ډډه کولو د وقایوي پروګرامونو او عامه پوهاوي د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، د خوړو په مصرف کې پر اعتدال ټینګار وکړ او ویې ویل: له زیات خوراک څخه ډډه کول، د خوړو له مصرف وروسته بدني فعالیت او ورزش د روغتیا په ساتنه او د شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې زیات او غير صحي خوراک د سستۍ او روغتيايي ستونزو لامل کېږي او د ورځنیو چارو پر اغېزمن ترسره کولو منفي اغېز کوي.

سربېره پر دې، د غير ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول آمر ډاکټر محمد سميع کريمي، د وزير محمد اکبر خان تخصصي روغتون د شکرې ناروغۍ متخصص، ډاکټر حسیب‌الله محمدي او د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر نعیم‌الله صافي، د يادې ناروغۍ د لاملونو، نښو نښانو، د مخنیوي لارو چارو، پر وخت تشخیص او کنټرول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ازبکستان هېواد د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال رئیس، ښاغلي ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري ۳۰ کورنيو او بهرنیو شرکتونو، روغتونونو او فابریکو سره هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د درملو د کورني تولید پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، د طبي وسایلو او روغتیايي محصولاتو د برابرولو او د. . .

BACK TO NEWS