د اکمال تخصص پروګرام کې شاملو ډاکترانو څخه په مرکز او ولایتونو کې د ازموینې اخیستلو پروسه پیل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۱۶
MOPH

د یادې تحریري ازموینه پر مهال د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکتر نثار احمد نیازي، د دغه ریاست مسؤلینو، اړوندو استادانو او د بېلابېلو ادارو استازو شتون درلود.

په دغه ازموینه کې د اکمال تخصص برنامې ته شاملو شاوخوا  ۴۰۰ تنه ډاکترانو ګډون کړی و او په ۹ څانګو (داخله اطفال، عمومي جراحي، د ماشومانو اُرتوپېدي، قلبي داخله، صدري داخله، راډیولوژي، جلدي، نسایي ولادي او هسټوپټالوژي) کې ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د هرې څانګې ډاکټرانو لپاره "۲۰" څلور ځوابه پوښتنې جوړې شوې وې، چې د حل لپاره یې یو ساعت وخت په پام کې نیول شوی و، چې دا پوښتنې د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو او استادانو له لوري په خوندي توګه د یوې شفافې پروسې له مخې چمتو شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا تحریري ازموینه د ۱۴۰۳ لمریز کال اکمال تخصص برنامې کې شاملو ډاکترانو د ظرفیت لوړونې لپاره اخیستل کېږي او ټول ډاکټران چې په دې برنامه کې شامل دي (له لومړي کال څخه تر وروستي کال پورې) په بر کې نیسي، چې ازموینه به یې په ټولو څانګو کې په مرکز او ولایتونو کې درې ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .

BACK TO NEWS