د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادارې استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې ګډونوالو ته د بارورۍ روغتيا، میندو، نویو زېږېدلو او ماشومانو د روغتیا (RMNCH) ستراتیژۍ د بیاکتنې او تدوین د اهمیت او د یادې ستراتیژۍ د بیاکتنې او تدوین د طرحې په اړه پریزنټېشنونه وړاندې شول.
ګډونوالو د پریزنټېشنونو تر تشریح وروسته د بارورۍ روغتیا ستراتیژۍ د بیاکتنې او تدوین په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک او د دې ستراتیژۍ د پلي کېدو په برخه کې یې له عامې روغتیا وزارت سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
ټاکل شوې ده، د بارورۍ روغتیا ستراتیژي د بیاکتنې، تدوین او د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ تر تائید وروسته، د نړیوالو شریکانو په مالي او تخنیکي همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې پلې شي.
د دې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به د میندو او ماشومانو د مړینې کچې په راکمولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په پراخولو او د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو کې د پام وړ پایلې ترلاسه شي.
