د بغلان ولایتي روغتون کې د ټریاژ مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بغلان په ولایتي روغتون کې د ناروغانو د ارزونې او لومړیتوب ټاکنې مرکز (Triage) د جوړېدو ډبره کېښودل شوه او هم په کې د مصنوعي ځیرکتیا پر سیستم سمبال د ډیجیټل اېکسری پرمختللی ماشین پرانيستل شو.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد حسن عاصم او یو شمېر روغتیايي مسؤلینو ګډون کړی و.
مسؤلینو د ناروغانو پر وخت تشخیص او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي په برخه کې د یادو اسانتیاوو پر ارزښت ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ډه، چې په ياد روغتون کې د ټریاژ مرکز د جوړېدو لګښت شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالر، چې نږدې ۴.۲ میلیونه افغانۍ کېږي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري تمویلېږي.
همداراز، د ۷۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ډيجيټل اکسری ماشین مرسته د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري شوې ده.
