د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د یوه معیاري جامع روغتیايي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
یاد روغتیايي مرکز د شهید افسرزي کورنۍ له لوري په شپږ جریبه ځمکه کې د ۲۸ بستریز ظرفیت په لرلو سره جوړېږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امینالله شریف د شهید افسرزي کورنۍ، په ځانګړي ډول حاجي باز محمد افسرزي له لوري د دې پروژې د تمویل له امله مننه وکړه او له نورو ملي سوداګرو یې هم وغوښتل، چې د خپلو سیمو په ابادۍ کې ونډه واخلي او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
