د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404/NCB/W-2850) ده، د بیاځلې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرط پاڼې شرايطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه)، د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې، چې 25/06/1448 هـ ق – 15/09/1405 هـ ش نېټې سره سمون لري د سهار په 10:00 بجو چمتو او د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د آفر پرانستې خونې ته وسپاري، چې د عامې روغتیا څلور لارې، وزیر محمد اکبر خان مېنه کې موقعیت لري.
يادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې ترسره کېږي.
