د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې له یو شمېر دولتي او ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۴۰
MOPH

د یاد نظارت پر مهال د بهارک ولسوالۍ جامع روغتیايي مرکز او د خواجه غار ولسوالۍ د هزارباغ جامع روغتیايي مرکز سربېره، ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونه وکتل شول، چې کلینیکونه، روغتيايي کتنځي، د الټراساونډ مرکزونه، د نرسنګ خدمتونو څانګې او درملتونونه په کې شامل وو.

همدارنګه، د یاد نظارت په پایله کې ۱۵ درملتونونه، روغتيايي کتنځي، د نرسنګ خدمتونو څانګې او د الټراساونډ مرکزونه د یو شمېر نیمګړتیاوو او د عامې روغتیا وزارت د اصولو او مقرراتو د نه مراعتولو له امله وتړل شول او د فعالیت مخه يې ونیول شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له والي، ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې.

د پکتيکا والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار کې د ۳۰۹۱ نمونو ازموینه ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار مسؤلینو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۲۹۲۰، د خوراکي توکو ۱۳۹ او د اوبو ۳۲ نمونې د کیفیت کنټرول او. . .

BACK TO NEWS