د تخار ولایت د دشت‌ قلعه ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون نسایي ولادي څانګه فعاله شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۶
moph

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د دشت‌ قلعه ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون څخه د لیدنې پر مهال په دغه روغتون کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیارغول شوې نسایي ولادي څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د تخار عامې روغتیا رئیس د آغا خان (AKHS) مؤسسې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: « عامې روغتیا ریاست هڅه کوي، چې د روغتیا برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو خلک وکولای شي په اسانۍ سره باکیفیته او معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ومومي.» enhance practical cooperation.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۵
Background image

په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS